ننګرهار: د اورلګېدنې له امله ګڼ موټر وسوځېدل

عزم(پنجشنبه، ۱۹ مرغومی ۱۳۹۷): د ننګرهار د ګمرک سره نږدې د تېلو ټانکر اور اخیستی، چې له امله یې ګڼې موټرې د اور خوراک شوي دي.
د ننګرهار د ولایت ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، نن سهار د ګمرک سره نږدې د تېلو ټانکر اور اخیستی، چې له امله یې نږدې ټولې موټرې سوځېدلي او ګڼو نورو موټرو ته یې هم زیان اړولی دی.
د خوږیاڼي په خبره، په نننۍ پېښه کې انساني تلفات نه وو؛ خو خلکو ته یې ګڼ زیاني مالونه هم اړولي دي.
تېره اوونۍ هم د جلال اباد ښار په یوه مارکېټ کې د اورلګېدنې له امله لسګونه میلیونه افغانۍ مالي زیان خلکو ته اوښتی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: