سل زاهدان او سالار یې محمد صلی الله علیه وسلم(6برخه)

جبیر افغان

د دنیا له مالونو څخه بېزاري

یو ځل مدینې منورې ته له بحرین څخه بې شمېره مالونه راغلل، کوم چې حضرت ابوعبیده رضي الله تعالی عنه را استولي ؤ. خلګ پر رسول الله صلی الله علیه وسلم شاوخوا راجمع شول. پیغمبر صلی الله علیه وسلم چې کله خلګو ته وکتل نو مسکی شو او ویې فرمایل:
“زما خیال دی چې تاسي خبر شوئ چې ابوعبیده رضي الله تعالی عنه له بحرین څخه یو څه راوړي دي؟! خلګو وویل هو! رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل خوښ اوسئ او کوم شی چې تاسي خوشاله کوي د هغه هیله وکړئ. په الله قسم! زه پر تاسي د فقر له راتللو څخه نه وېرېږم مګر له دې خبري څخه وېرېږم چې دنیا(مال او دولت)به پر تاسي داسي وغوړیږي لکه څنګه چې له تاسي پر مخیکنیو خلګو غوړېدلی ؤ(یعني مال به ډیر شي) خو تاسي به هم په هغه کې یو بل څخه د پرمختللو هڅه کوئ لکه څنګه چې هغوی کول او تاسي به هم داسي برباد کړي لکه څنګه چې یې هغوی برباد کړل”.[بخاري:۶۴۲۶]

رسول الله صلی الله علیه وسلم له دنیا څخه د نجات موندلو طریقه بیانوي او فرمایي:
“په دنیا کې داسي اوسئ لکه تاسي چې مسافر یاست یا پر یوه لاره تېرېدونکي یاست”.[بخاري:۶۴۱۶]

د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند په ډېر مختصر ډول د زهد سره او په ژوند کې له دنیاوي سامان څخه د خالي لاس کېدلو د یو عجیبه مثال په پرېښودلو سره تیر شو. رسول الله صلی الله علیه وسلم چې به یوه ورځ څه وخوړل نو بله ورځ به یې په تش نس تېرېدل. یوه ورځ هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
“زما رب ماته وویل چې ستا د خوښي مطابق به د مکې ځمکه د سرو زرو درته وګرځوم، ما ورته وویل چې نه، ای زما ربه! بلکي زه خوښوم چې یوه ورځ څه وخورم او بله ورځ وږی اوسم، چې وږی یم نو ستا لورته به متوجه کېږم او تا به یادوم او کله چې څه وخورم نو ستا شکر به اداء کوم او ثنا او ستاینه به دي کوم.”[بخاري:۲۳۴۷]

نوربیا…… ان شاءالله

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button