کابل کې په ګرین ویلیج کمپ د طالبانو برید / انځورونه

عزم: (سه شنبه ۱۳۹۷ مرغومی ۲۵) : تېره ورځ د ماښام له پيل سره د کابل ښار زړه او نسبتاً امن سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په یوه مرکز طالبانو ستر ډلیز برید ترسره کړ .

برید شاوخوا اوه بجې هغه مهال پیل شو چې له چاودېدونکو توکه ډکه لارۍ یاد مرکزه له دیوالونو سره وچاودېده او ور پسي څو تنه طالب بریدګر مرکز ته ننوتل او برید یې پیل کړ.

افغان حکومت په یاد برید کې یواځي د څلورو تنو وژنه تائید کړې ده ، چې درې یې نظامي او یو تن یې هم ملکي ګڼي ، خو له سیمي عیني شاهدان او سرچینې د برید له امله د اوښتي تلفات تر دې ډېر زیات یادوي .

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانشي وایي چې پرون ناوخته رسنیو ته وویل چې به برید کې ۹۰ تنه ژوبل شوي دي،

خو د نن ورځي په اوږدو کې د ژوبلو شمېر ۱۱۳ تنه ته لوړ شو .

نن د ورځي مهال یاد برید ته په غبرګون کې دملي امنیت د شورا سلاکار حمد لله محب وویل د یاد برید غچ به اخلي ،

رویټرز خبري آژانس ته د امنیتي چارواکو له منځه یوې سرچینې ویلي چې په برید کې ګڼ بهرنیان وژل شوي دي ، دغه راز یاده سرچینه زیاتوي چې د موټر بم له امله درې چیک پوسټونه هم له منځه تللي دي .

د برید له سیمي په ټولنیزو رسنیو کې نشر شوي انځورونه هم ښيي چې په برید کې د بهرنیانو مرګ ژوبله لوړه ده ، ذبیح الله مجاهد د برید په هکله په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي چې د برید له امله لسګونه (اشغالګر او غلامان یې ) وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي ، مجاهد دغه راز زیاته کړې چې د موټر بم برید له امله یو شمېر کسان په شیشو سرسري ژوبل شوي دي ، خبر پاڼه کې راغلي چې طالبانو وړاندي هم  په ښارونو کې له میشتو اولسونو غوښتنه کړې وه چې د بهرنیو ځواکونو له مراکزو دي لیري واوسي ، ځکه یادي سیمي د طالبانو مستهدف مرکزونه دي ، چې هر وخت له دا ډول بریدونو سره مخ کېدای شي .

عزم ویب پاڼي خپلو کتونکو ته د یاد برید یو شمېر انځورونه راټول کړي چې لاندي یې کتلای شئ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: