د ریاست جمهوري ټاکنو ته د نوماندۍ د نوم لیکنې نیټه تمیدیږي

عزم(چهارشنبه، ۲۶ مرغومی ۱۳۹۷): د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون یو تن غړي د راتلونکو انتخاباتو لپاره د نومانداندانو د نوم لیکنې د نیټې د تمدید خبر ورکړی دی.

د دغه کمیسیون یو تن غړي سید حفیظ الله هاشمي ویلي چې تر اوسه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو د نوم لیکنې د نیټې د تمدید پریکړه نده شوې، خو ټاکل شوې چې پدغه موضوع باندې سلا مشورې وکړي.

هاشمي ویلي چې داسې اوازې دي چې د کورنیو چارو پخوانی وزیر نورالحق علومي او راتلونکې جمعه د امنیت شورا پخوانی سلاکار حنیف اتمر چې یونس قانوني او محمد محق یې مرستیالان دي نوم لیکنه وکړي.

د اتمر په اړه ویل کیږي چې د جمیعت اسلامي غړي، پخوانی ولسمشر کرزی او یو شمیر مشهورې څهرې د هغه د ټیم ملاتړ کوونکي دي.

همدا راز ویل کیږي ولسمشر غني چې لومړی مرستیال به یې صلاح الدین رباني او دوهم مرستیال یې سرور دانش وي او رحمت الله نبیل چې لومړی مرستیال به یې جنرال دوستم او دوهم مرستیال یې اوسنی لوی درستیز جنرال مراد علي مراد وي راتلونکو ټاکنو ته مخکښ نوماندان بلل کیږي.

دا پداسې حال کې دی چې د ولسمشری ټاکنو ته د نوماندۍ لپاره د نوم لیکنې ۱۳ ورځې تیرې شوي او ۱۷ پاتې دي چې تر اوسه ۷۰ کسانو دمعلوماتي بستې ترلاسه کړي خو نوم لیکنه یواځې بنځه تنو کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: