د خوب کیسه ..!

د خوب کیسه..!

شعر: صفي الله “رائد”

تا ته نن ګــلابــه دا خـبــره کـــړم
زه مې د خوبونو تعبیر خپله کړم!

ماته مې د خوب کیسه معلومه ده
ځــکه نــن لــه درده دا خبـره کـړم

زه لالیه پاک الله دې مــل اوســه
زه نور په دې لاره مزل خپله کړم

زه چې تنها شوی یم ښه شوی یم
سترګو کې مې یار ته دا خبره کړم

مابه چې لیدۀ هغسې نه و یار
زړه ته مې مدام دغه خبره کړم

مینه مې خاص  ستا لپاره کړې ده
رب ته مې سجدو کې دا خبره کړم

زه لکه یعقوب غوندې، شبکور شومه
سترګو ته  یوسفه! علاج  خپله کــړم

اوس درائد څرک کلي ته نه راځي
اوس ځکه له شپو سره خبره کړم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button