فاریاب کې ملي اردو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

 

عزم(جمعه، ۲۸ مرغومی ۱۳۹۷): فاریاب شیرین تګاب کې د ملي اردو پر هغه کاروان طالبانو برید کړی چې یوه میاشت وړاندې له بلخ څخه د فاریاب ولایت د تصفیوي عملیاتو لپاره راغلی وو.

د یک تلویون خبریال بشیر احمد قاساني په خپله فیسبوک پاڼه د هغو ځوځي موټرو انځورونه نشر کړي چې تیره ورځ د فاریاب ولایت کې تخریب شوي او لیکلي یې دي چې ۷۰ اویا مختلف النوعه پوځي موتر د طالبانو په بریدونو کې تخریب شوي دي.

سپوږمۍ رادیو همدا راز لیکلي چې تیره ورځ لسګونه فوځي موټر د طالبانو د تیرې ورځې بریدونو کې تخریب شوي دي.

طالبانو د برید مسئولیت منلی ویاند یې قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چې تیره ورځ ماسپښین مهال یې د فاریاب شیرین تګاب ولسوالۍ فیض آباد دشت سیمه کې امنیتي ځواکونو په یوه غټ قطار ، پراخ بریدونه ترسره کړي چې لسګونه موټر یې تخریب کړي او ۵۰ تنو سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

احمدي ویلي چې دغه کاروان یوه میاشت وړاندې د دفاع نوي ټاکل شوي سرپرست وزیر اسدالله خالد پر امر له بلخ څخه د فاریاب ولایت ته د طالبانو د ځپلو لپاره لیږل شوی وو چې تیره ورځ د شیرین تګاب ولسوالۍ کې د دوی تر برید لاندې راغی او تارو مار یې کړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: