حنیف اتمر د ریاست جمهوري ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړه

 

عزم(جمعه، ۲۸ مرغومی ۱۳۹۷): د امنیت شورا پخواني سلاکار حنیف اتمر د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره نن جمعه د مرغومې په اته ویشتمه نوم لیکنه وکړه.

د حنیف اتمر ټیم د صلح او عدالت په نوم نومول شوی دی.
هغه نن ورځ د دواړو معاونینو یونس قانوني او محمد محقق سره د ثبت نام لپاره تللی وو او نوم لیکنه یې وکړه.

نوموړي د کرزي په دوره کې د کورنیو چارو وزارت او د غني په دوره کې یې د امنیت شورا د سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي.

حنیف اتمر چې له نوم لیکنې وړاندې یې یوې غونډې ته وینا کوله زیاته کړه چې د ۳۰ حزبونو د ملاتړ تر څنګ د یو شمیر مشهورو څهرو لکه پخوانی ولسمشر حامد کرزی، عطامحمد نور، بسم الله محمدي، اسماعیل خان، صبغت الله مجددي او شاکر کارګر ورسره د ملاتد وعده کړې ده.

ولسمشریزو ټاکنو ته د نوم لیکنې پروسه د مرغومې په ۱۳ پیل شوې چې تر اوسه عبدالطیف پدرام، عنایت الله حفیظ، سید نورالله جلیلي، زلمي رسول، نورالحق علومي او فرامرز تمنا نوم لیکنه کړې ده.

حنیف اتمر ۵۱ کاله عمر لري او به نړیوالو اړیکو او معلوماتي ټیکنالوژی کې یې د انګلستان په یورک پوهنتون کې زدکړې کړې دي.

راتلونکې یکشنبه ولسمشریزو ټاکنو ته د نوم لیکنې موده پوره کیږي، چې تر اوسه ۷ کسانو نوم لیکنه کړې، خو معلوماتي بستې بیا ۷۳ کسانو ترلاسه کړې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button