کندهار: ګډو ځواکونو د تلفاتو تر لیدلو وروسته ۱۴ تنه ملکیان وژلي

(عزم جمعه ۱۳۹۷ مرغومی ۲۸)

له کندهار ولایت څخه ورکړل شوي خبرونه وایي، چې افغان او امریکایي تیره شپه د سربغل او کانټینربازار په سیمو کې پر طالبانو چاپه ووهله چې له قوي غبرګون سره مخ شوې ده.
سرچینې وایي، د دغې چاپې رهبري امریکایي ځواکونو کوله چې سیمې ته له تګ سره سم پرې د طالبانو له خوا د ځای پرځای شویو ماینونو چاودنې شوې دي.
امنیتي سرچینې په پیښه کې ګډوځواکونو ته د تلفاتو اوښتو پخلی کوي، خو د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه کوي.

طالبانو ویلي، په چاپې وهونکوګډو عسکرو يوچارچ شوی سرای اوګڼ ماينونه دراتګ سره سم وچاودېدل چي ګڼ شمېر عسکرپکي مړه اوټپيان شول ، چې وروسته د چورلکو په مټ له سیمې څخه انتقال شوي دي.
تر پیښې وروسته ګډوځواکونو د ولسي خلکو پر کورونو برید کړی او ۱۴تنه ولسي کسان یې شهیدان کړي دي.
په وژل شویو کسانو کې ۳ تنه ښځې يوماشوم ،يوملا امام، ۹ تنه نورعام خلک دي، چې کانتينر بازار ته دسودا لپاره تللي وو ، شامل دي.
ګډوځواکونو پر دې بسنه نه ده کړې او په سیمه کې یې ۵ تنه ښځې اوماشومان ژوبل کړي؛ ۱۲دوکانونه او د کليوالو ۳موټر ، ۲موټرسايکلان يې سوځولي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې افغان او امریکایي ځواکونه دې د خپلو تلفاتو غچ له ولسي خلکو اخلي، تر دې وړاندې، هم په ځلو ورته پیښې شوې دي چې حکومتي ویاندویان یې کله د توجیه په موخه د طالبانو پلویان بولي او کله هم پرې خوله پټه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: