د کورنیو چارو سرپرست وزیر امرالله صالح استعفا وکړه

 

عزم(شنبه، ۲۹ مرغومی ۱۳۹۷): د کورنیو چارو سرپرست وزیر امرالله صالح چې یوه میاشت وړاندې په دغه دنده وګومارل شو له خپلې دندې استعفا وکړه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د صالح د استعفا پخلی کړی خو هغه د نوموړي د استعفا لامل ندی په ګوته کړی.

یوې باوري سرچینې ویلي چې صالح په راتلونکو ټاکنو کې د اوسني ولسمشر غني لومړي او سروردانش د دوهم معاون په توګه انتخاباتي سیالیو ته ټاکل شوي دي.

ولسمشر غني صبا یکشنبه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د نوماندۍ لپاره نوم لیکنه کوي.

امرالله صالح یوه میاشت وړاندې د کورنیو چارو سرپرست وزیر په توګه وټاکل شو او یو شمیر هغو کسانو پسې یې جدي ګامونه واخیستل چې د پولیسو تر تعقیب لاندې وو خو هغوی یې د نیولو توان نه درلود.

د هغه دغه کارونه د خلکو له لوري ډیر وستایل شول خو اوس ویل کیږي چې ولسمشر غني د صالح ګومارنه او د صالح دغه کړنې د دې لپاره وې تر څو د خلکو ملاتړ جلب کړي او راتلونکو ټاکنو ته یې د وسیلې په توګه دغه ګامونه واخیستل.

ځینو سرچینو خبر ورکړی چې د صالح پر ځای یې دغه وزارت ته محمد یاسین ضیا د امنیت شورا مرستیال او د تخار پخوانی والي ګومارلی خو د کورنیو چارو وزارت تر اوسه د هغه ګومارنه رسمي نده تائید کړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: