خلیلزاد سوله رغوونکی دی که ماتوونکی؟

د پاکستان د ستراتيژيکو څیړنو د ادارې مشر امتیاز ګل لخوا ولسمشر ټرمپ ته پرانستی لیک! 

خلیلزاد سوله رغوونکی دی که ماتوونکی؟

تر ټولو ناوړه څه چې د سولې مرکچي کولای شي دا دي چې د خپل یو مهم رابط پر وړاندې له ډار اچولو کار واخلي. دا هغه څه دي چې ستاسو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جنوري پر اوولسمه له کابله تر خوځېدو وړاندې وکړل. 

طالبان چې ډېر زیات محتاط او ډېر محافظه کار دي؛ خو بیا هم په افغانستان کې د وروستۍ سولې لپاره تر ټولو مطلوب لوری دي، خلیلزاد ورته په دې ټکو ګواښ وکړ: «که طالبانو د سولې د خبرو پر ځای جګړه انتخاب کړه، متحده ایالات به د افغان حکومت ملاتړ وکړي». 

دغه ګواښ د خلیلزاد له مبهمې کړنلارې سره نه یوازې دا چې افغان طالبان ناراضه کړل، بلکې دا شکونه یې راوپارول چې ګواکې خلیلزاد په غیر ارادي ډول داسې تګلاره تعقیبوي چې لږ تر لږه تر دې دمه یې د روغې بهیر له بُن‌بست سره مخ کړی دی. 

ښاغلی ولسمشر! خلیلزاد اصلاً د پاکستان مخالف دی، وروستیو کړنو یې د نړۍ په دې برخه کې داسې اندېښنې راپنځولي چې ښايي د سولې بهیر کې دوه ګوني لوبه کوي او په دې ډول نه یوازې دا چې د سولې ټوله پروسه له خطر سره مخ کوي، بلکې د سولې او روغې په بهیر کې د پاکستان چمتووالی هم له بېخه خرابوي. 

سیمه‌ییز ژیوپولیټیک سره تړلې بې اعتمادي او دوه ګونې لوبه ښايي ستاسې ماموریت او عقلاني اراده چې غواړئ دواړو غاړو ته ګټور او د منلو وړ وي، د سولې بهیر خنثی کړي. 

په پاکستان کې مهم لوبغاړي شکمن دي چې ښايي خلیلزاد به ستاسې له ملاتړه په ګټه اخیستو او پاکستان سره خپله پخوانۍ تریخوالی له امله پاکستان بې اعتباره کړي او د ټولو سیمه ییزو لوبغاړو ترمنځ بې اعتمادي خوره کړي. دا به یوازې روان بُن‌بست لا اوږد کړي او ستاسو هیله چې له افغانستانه ووځئ چې د مالي لګښت مخه ونیسئ هم له منځه یوسي. 

طالبانو د جنوري په اتلسمه پر خپله رسمي وېب پاڼه د خلیلزاد د دې کار له امله چې  قطر کې له دوی سره د خبرو پر ځای د خلیج په پلازمینو ګرځي، ناخوښي څرګنده کړه. د خلیلزاد دغه تګلاره خو ښکاره ده چې د ده د ماموریت په زیان ده. 

ښاغلی ولسمشر، طالبان تېره میاشت د ابوظبۍ له ملاقاته خواشیني دي؛ ځکه خلیلزاد بې له دې چې دوی خبر کړي، د کابل حکومت پلاوی یې طالبانو سره د نېغ په نېغه احتمالي لیدنې لپاره رابللی و. 

د چارواکو په خبره، په سعودي عربستان کې د خلیلزاد د پلان شوې غونډې لغوه کېدل هم ښيي چې خلیلزاد د سیمې د هېوادونو ترمنځ د بېلتون د ځړو کرلو ارادې لري. همداراز دا په دې معنا هم ده چې د پاکستان او عربي هېوادونو ترمنځ د متوازنو اړیکو پر ضد خنډونه رامنځ ته کړي؛ ځکه پاکستان ډېره هڅه کوي چې دغو هېوادونو سره یې اړیکو کې بېلانس وي. د خلیلزاد ماموریت باید د امکان تر بریده د ډېرو هېوادونو همکاري جلب کړي، د دې پر ځای چې د پاکستان او عربي ولسونو ترمنځ د لا واټنونو لامل شي. 

دا هم ویل کېږي چې خلیلزاد د خپل اصلي ماموریت پر خلاف روان دی. طالبان شک کوي چې ښايي دا د اصلي سولې پر ضد دسیسې وي. 

که متحده ایالات په ټوله کې په دې کې پاتې راشي چې اوسني پېچلي وضعیت ته په دې حساس پړاو کې عملي ځواب وړاندې کړي، طالبان –چې د پاکستان په ګډون له یوې اوونۍ راهیسې ناراضه دي- ښايي د سولې له هڅو په شا شي او یو ځل بیا بُن‌بست رامنځ ته کړي، هغه به بیا ناممکن وي چې له راتلونکي نومبر وړاندې بیا مات شي؛ ځکه بیا به تاسې د دویم دور ټاکنو ګټلو لومړیتوبونو ته پام اړوئ.

د اوسني حساس پړاو اړتیا ډېرې باریکې او رښتینې دیپلوماسۍ ته ده چې د داسې چارواکو له خوا رهبري شي چې د هېڅ لوري او طرف پر ضد هېڅ ډول شخصي عقده او کینه ونه پالي. 

ښاغلی ولسمشر، یوازې تاسو د روغې جوړې په ماموریت کې د دې ښويېدو مخه نیولی شئ. اجازه مه ورکوئ، چې دا ستر فرصت ستاسو په شاوخوا کې د څو تنو د لنډو تنګو ژیو پولیټیکي موخو له امله له لاسه ورکړل شي. ستاسو نیت واضح دی؛ خو څوک مو چې د ستونزې د «حلوونکي» په توګه ټاکلی، ښايي د هغه نیت روڼ نه وي. دی اوس د یوه «سولې ماتوونکی» په توګه راڅرګند شوی، نه د سولې رغوونکي په حیث. نو تاسې ته په کار ده چې دا تګلاره بدله کړئ، که غواړئ چې په افغانستان کې سوله وژغورئ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button