بیړنی خبر: د لوګر د والي پر موټر سرتیری برید شوی دی

 

عزم(یکشنبه، ۳۰ مرغومی ۱۳۹۷): د لوګر ولایت څخه راپورونه ورکول شوي چې نن شاوخوا لس نیمې بجې د لوګر د والي انور خان اسحاقزي پر موټر سرتیری برید شوی.

د لوګر د امنیه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزي رسنیو ته ویلي چې پېښه د محمد اغې ولسوالۍ په سفېد سنګ سیمه کې د والي په موټر سرتیری برید شوی خو والي ته پکې کوم زیان نه دی اوښتی.

شاپور احمدزي ویلي چې پدغه برید کې د والي ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو هغه ویلي چې بشپړ جزئیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

بلخوا طالبانو ویلي چې نن سهار یې د لوګر محمداغې اړوند د کابل دروازې سیمه کې پدغه ولایت کې د شکار قلعه په نوم د خاصې قطعې په قطار تکتیکي چاودنه کړې.

طالبانو ویلي په دغه چاودنه کې یې ګڼ شمیر عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې او څو رینجر موټر او نظامي وسائط یې تخریب کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button