امریکا په لومه کې

أحمد الهام 

یو څه وخت له مخه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري زلمی خلیلزاد د افغان سولې په تړاو له طالبانو سره د تفاهم او خبرو لپاره وټاکل شو، دا ټاکنه د بهرنیو چارو وزارت له لورې وه او هغه ادارې لکه پنټاګان اوCIAچې افغان جګړه کې مستقیم او غوښن رول لري ورسره هیڅ کوم تړاو نه لري او داسې بریښي چې د خلیلزاد واک هم تر خپل وزارته محدود دی او له نورو ادارو څخه ورته واک نه دی سپارل شوی، نو ځکه هغه خبرې یا باټي چې خلیلزاد وهي باید ورته په لوړه کچه ارزښت ورنه کړو اونه د ده هڅو ته له حده زیات خوشبین شو،  که څه هم خلیلزاد د امریکا په سیاست کې د منځني ختیځ په برخه کې خورا مطرح او منل سوې څېره ده خو داسې ښکاري چې د پخوا په شان د امریکا په سیاست کې دخیل نه دی.

خلیلزاد چې له خپل پخواني عادته مجبور دی او د پخوا په شان یې دا ځل بیا په سیمه او هیواد کې د منافقت هڅه وکړه او داسي ښکاري چې خلیلزاد غواړي په یو نوعه بیرته امریکایانو ته ځان نیژدي کړي، د همدې لپاره دی غواړي په اسیا کې د هند او پاکستان ترمنځ لانجه راپورته کړي او پاکستان له چین نه امریکا ته مایل کړي، طالبان منزوي کړي  او سیمه یزو هیوادونو ته  په دوستانه سفرونه چین ته دا وښیي چې سیمه زموږ سره ده ،او فکر کوم په دې هڅو خلیلزاد غواړي بیرته د امریکا په سیاست کې ځان مطرح او له ځانه دشطرنج پره داره دانه جوړه کړي .

خو حقیقت بل شان دی. چین غواړي  په راتلونکي کې د نړۍ د نوي اوقوي رهبر په توګه راڅرګند شي او د دې لپاره تر هر څه لمخه دی د اقتصاد لومه پر کار اچوي او هیوادونه تر پورو په لاندې کولو سره ترخپلې رهبرۍ لاندي کوي ،په اقتصادي برخه کې د چین تر ټولو لویه پروژه او وسیله د «نوې لار ،نوی کمربند »یانې دوریښمو لار ده.

را به شو دې ته چې سیمه له چین سره ده که له امریکا سره؟ له دې پروژې داسې مالومیږي چې سیمه ټوله په حقیقت کې د چین ملاتړې او دامریکا ضد ده او په سیمه کې د امریکا نظامي حضور نه شي زغملای ،دا چې تر اوسه لا امریکا د نړۍ رهبري په لاس کې لري نو ډېری داسې هیوادونه شته چې له چین سره خپله ملګري تر ډېره حده پټه ساتي .چین پر دې برسیره چې دامریکې سیال قوت دی له دې امله هم دامریکې نظامي حضور په افغانستان کې نه شي زغملای چې دی غواړي افغانستان پخپل اقتصادي نوښت «نوې لار ،نوی کمربند »کې ور شامل کړي دا په هغه وخت کې شونې ده چې امریکایان له افغانستان څخه پښې سپکې کړي ځکه بالفرض که هر څومره امریکایان په افغانستان کې دې پروژې ته خنډونه نه کړي ایجاد خو د امریکایانو له شتون سره په افغانستان کې امنیت ناممکن دی او چین پرته له پوره امنیت څخه خپل پلان نه پیلوي .

په سیمه کې دامریکا پیاوړی اوزوړ یار پاکستان هم د امریکایي حضور مخالف دی ځکه پاکستان اوس قبله تحویل کړې ،له واشنګټن څخه  یې بیجنګ ته مخ اړولی او د چین په نوي اقتصادي نوښت اوپلان کې د راسته لاس رول لوبوي  او کوم څه یا کوم څوک چې د چین ګټو ته  خنډ وي هغه دپاکستان د ګټو خنډ هم دی.

ایران که په واقعیت کې هر ډول دی خو په ښکاره له امریکې سره د دښمنۍ ښه تمثیل کوي .

او مرکزي اسیا خو له وخت هم د امریکا په مخالف بلاک کې وه او اوس هم دروسیې تر اغیز او فشار لاندې ده.

پورتنیو دښمنیو او انډیوالیو ته په کتو سره طالبان باید له ټولو سیمه یزو هیوادونو سره غیر توپیري اړیکې ورغوي،هغوی ته ډاډ ورکړي او په سیمه کې د امریکا او اشغال خلاف ذهنیت ته نوره هم وده ورکړي او له ټولو هیوادونه سره دې دیو مشترک دښمن په پرزولو کې هر ممکنه هڅه وکړي.

د یو سولییز او پرمختللي اسلامي افغانستان په هیله

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button