د ګډ حکومت دوهم مشر ډاکټر عبدالله سویس ته تللی

 

عزم(سه شنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۷): د ګډ حکومت دوهم مشر ډاکټر عبدالله د نړۍ په اقتصادي مجمع کې د ګډون لپاره سویس ته رسیدلی.

د اجرائیه ریاست له لوري په یوه خبرپانه کې ویل شوي، چې نوموړی به په دغه غونډه او څو نورو مجلسونو کېجح د افغانستان، سیمې او نړۍ په اړه ویناوې وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې اجرائیه رئیس به د یو شمېر هېوادونو له صدراعظمانو سره هم وګوري.

دغه غونډه د سویس په داووس کې نن پیل کیږي او بنخه ورځې به دوام وکړي چې د نړۍ د څه باندې درې زره سوداګرو، سیاستوالو او د حکومتونو او د نړیوالو ټولنو استازي پکې ګډون کوي.

یاده غونډه کې هر کال د نړۍ د اقتصادي، سیاسي، اقلیمي بدلونونو او نورو ګڼو مسائلو د مختلفو جهتونو غړي راټولیږي تر څو د هېوادونو او نړیوالو ټولنو ترمنځ د همکارۍ پر لارو چارو خبرې وکړي.

د اجرائیه رئیس له کاندیداتوری وروسته دا لومړی رسمي سفر دی چې د حکومت په استازولي یې یوه مهم مجلس کې د ګډون لپاره کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button