ځواکمن دريځ او تلپاتې سوله.!

ليکوال: م. جميل باور

د امريکايانو له لوري له نژدې دوه لسیزې سخت وحشت وروسته، چې کله اشغالګر په دې پوه شول چې د جګړې له لارې کاميابي نشي ترلاسه کولی؛ نو د سياسي حل تر عنوان لاندې يې اسلامي امارت سره د خبرو اترو لاره ونيوله.

د افغانستان اسلامي امارت، چې تر بل هرچا زيات په ګران هيواد کې د تلپاتې سولې غوښتونکی دی، او د همدې ستر هدف لپاره يې کلونه، کلونه مبارزه کړې، د سياسي ډيالوک له لارې د افغان بحران د حل هرکلی وکړ.

د خبرو له پيل راهيسې اسلامي امارت دا دريځ لري چې افغان بحران دوه جهتونه لري: لومړۍ بهرنی. دوهم: کورني. چونکې د جګړې اصلي عامل بهرنی جهت دی، لومړی بايد له دوی سره د اشغال د پای ته رسولو په هکله خبرې وکړي.

بل دا چې د امريکایي مرکچي پلاوي سره چې د روان کال د ستمبر مياشت کې د خبرو په کومه اجنډا (د امريکايی ځواکونو وتل او راتلونکي کې افغان خاوره د نورو هيوادونو خلاف نه کارول) پرېکړه شوې وه، راتلونکو ناستو کې به هم په همدې اجنډا بحث کيږي.

له درې ځله ناستو وروسته، چې ځوريدلي افغان ملت ته يې د سولې هيلې له ځانه سره لرلې، يو ځل بيا امريکايي لوري يوټرن وکړ، او د خبرو له اصلي اجنډا يې مخ وګرځاوه. دوی غوښتل طالبان د ځينو سيمه ايزو هيوادونو له لوري د فشار په پايله کې له خپلو اساسي غوښتنو تېر کړي او افغان حکومت سره يې مخامخ خبرو ته کينوي.

د اسلامي امارت مشرتابه په خورا سياسي بصيرت هيڅ راز فشار ته غاړه کېنښوده او په خپل دريځ ثابت پاتې شو، چې پايله کې امريکايي لوری مجبور شو د خبرو اصلي اجنډا ته وروګرځي او د قطر په دوحه کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر له غړو سره خبرو ته کيني.

په دې کار سره اسلامي امارت په سياسي برخه کې څو مهمې برياوې ترلاسه کړې:
کله چې په راتلونکي کې د سولې خبرې کيږی د اسلامي امارت دريځ به خورا ځواکمن وي.
له دې وړاندې به ځينو خلکو داسې انګېرله چې طالبان په خپلو پرېکړو کې ازاد نه دي، په دې سره يې دا خبره هم ناسمه ثابته کړه او خپل کامل استقلال يې څرګند کړ.

او بل دا چې په دې سره اسلامي امارت وښوده چې خپلو غوښتنو ته ژمن دي او په هيڅ صورت کې به داسې معامله ونه کړي چې له ديني او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې وي.

اسلامي امارت به په راتلونکي کې هم بايد له خپلو حقه او اساسي غوښتنو په هيڅ صورت کې تېرنشي او دغه راز له امريکايانو سره يوې رڼې موافقې ته تر رسېدو وړاندې نظامي برخې ته لا ډېره توجه وکړي. د اشغال د پای ته رسېدو تر موافقې وړاندې موقت اوربند د اسلامي امارت په زيان دی؛ ځکه ګورلايي جګړو کې تر اوربند وروسته بېرته د پخوا په څېر خپل سنګر پالل ستونزمن وي.

زما په اند په کوچني اختر کې د حکومت له خوا د موقت اوربند اعلان او اوس د امريکايانو له لوري په اوربند ټينګار هم دهمدې هدف لپاره دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button