ضعیف: امریکا د روسانو په څیر تیروتنه تکراروي

 

عزم(چهارشنبه، ۳ سلواغه، ۱۳۹۷): پاکستان کې د طالبانو د وخت د افغانستان سفیر او پخوانی طالب مشر ملا عبدالسلام ضعیف ویلي چې امریکا په افغانستان کې هغه تیروتنې تکراروي چې روسانو له افغانستان څخه د وتلو په وخت کې کړې وي.

هغه زیاته کړې چې له افغانستان څخه د روسانو د وتلو پر وخت ۶+۲ شپږ هیوادونه، روسیه او افغانستان په ژنیف کې سره کښیناستل د عسکرو د وتلو خپره یې وکړه خو د افغانستان د راتلونکي او ابادی په اړه یې هیڅ بحث ونکړ.

ضعیف ویلي چې روسان له افغانستان و وتل خو دغه جګړه تر اوسه دلته دوام لري چې د دغې ټولې جګړې لامل هغه روسان دي، خو امریکا اوس مهال عین همغه اشتباه دوباره تکراروي.

نوموړي ویلی چې هغه مهال روسانو او امریکا د افغانستان مسئله کې د افغانستان ګاونډیانو ته د هیواد په راتلونکي کې حصه ورکړه چې دا د افغانستان په مسأله کې هیڅ د ګټې وړ نده او نه مشکل پرې حل کیدای شي.

د هغه په وینا افغانستان په داسې یو موقف کې ندی چې د دغو هیوادونو د رقابت په نظر نیولو کې خپلې ګټې وساتي بلکې د دوی د ګټو او اهدافو ښکار به وګرزي.

ضعیف زیاته کړې چې لومړی دې د امریکا او افغانستان ترمنځ د تیر حساب وشي، د دواړو ترمنځ دې اعتماد سازي جوړه شي او وروسته له هغه دې د طالبانو او حکومت ترمنځ خبرو ته لاره هواره شي او هیچاته دې د افغانستان په کورنیو چارو کې د مداخلې اجازه ورنکول شي.

هغه ویلي د دغې پروسې د پرمختګ لپاره دې راتلونکې ټاکنې وځنډول شي تر څو د طالبانو، امریکا او افغان دولت ترمنځ د اساسي قانون جوړونې او نورو مسائلو ترڅنګ یوه کلي قانون باندې توافق ته ورسیږي.

ضعیف ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له خبرو وروسته دې له افغان دولت او ټولو سیاسي حزبونو او کړیو سره دې یو ځای خبرې وشي چې دا د امریکا لپاره په راتلونکي کې د افغان خاورې د ګواښ خطر هم راکموي.

دا پداسې حال کې دی چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ قطر کې نن دریمه ورځ هم ناسته روانه ده او د امریکایانو د وتلو په سر بحث کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button