هلمند: امریکایانو د یوې کورنۍ ۱۳ غړي شهیدان کړي

 

(عزم چهارشنبه ۱۳۹۷ سلواغه ۳)

په هلمند ولایت کې ځایي امنیتي سرچینې وایي چې تیره ورځ د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې امریکایي ځواکونو پر یوه کور بمبار کړی او د کورنۍ ۱۳ کسان یې وژلي دي.
سرچینې وایي، په دغه برید کې ګڼ قربانیان ښځې او ماشومان دي چې ډیری یې لا هم تر خاورو لاندې دي.
امریکایي ځواکونو دا برید داسې مهال کړی ، کله چې عملیات یې د طالبانو تر سخت برید لاندې راغلل او ګڼ شمیر ټانګونه یې د ځمکنیو ماینونه ښکار شول.
طالبانو پیښه بشرضده جنایت بللی او غندلی یې دی خو دولتي چارواکو یې په تړاو د کوم غبرګون حسارت نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون په میدان وردګو او پکتیا کې هم په عملیاتو او بمبار کې ۱۰ تنه بیګناه هیوادوال وژل شوي وو

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: