والسټریټ ژورنال: طالبانو او امریکا یو بل ته اطمینان ورکړی دی

(عزم چهارشنبه ۱۳۹۷ سلواغه ۴)د امریکا والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې امریکا او طالبانو په ټاکل شویو اجنډاوو مفصلې خبرې کړې دي.
ورځپاڼې ویلي، طالبانو امریکا ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د ګاونډیو هیوادونو او امریکا پرضد نه کارول کیږي او دغه راز به دوی القاعدې او داعش ډلې ته هم په خپل هیواد کې ځای نه ورکوي.
ژورنال زیاتوي، امریکا هم طالبانو ته ډاډ ورکړی چې خپل پوځي شتون ته به د پای ټکی ګدي او دې ته لیواله دي چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.

سرچینې وایي، ښایي دغه ناسته د سبا ورځې لپاره هم تمدید شي او یوه مشترکه بیانیه هم خپره شي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button