وحدت ګوند وایي لنډمهاله حکومت جوړوي

عزم(جمعه، ۵ سلواغه ۱۳۹۷): د محقق په مشری د وحدت ګوند وایي که ولسمشر غني د محقق د لرې کیدلو په اړه خپل فرمان بیرته وانخلي لنډمهاله حکومت به جوړ کړي.

د وحدت ګوند ویاند ناطقي ویلي لومړی به مدني لاریونونه په لار واچوي خو که بیا یې هم خبره وانوریدل شي له نورو ګوندونو سره تر سلا مشورو وروسته به لنډ مهاله حکومت اعلان کړي.

هغه ویلي چې ګډ حکومت د یوې موافقې له امله رامنځته شوی چې د هغې موافقې پر اساس د ګډ حکومت مشر د ملي یو والي حکومت تر پایته رسولو پورې د محقق د ګوښه کیدلو صلاحیت نلري.

بلخوا اجرائیه رئیس عبدالله ویلي د خپل دوهم مرستیال له ګوښه کیدلو ندی خبر شوی، چې دا ډول پریکړې د ملي یوالي حکومت هوکړه لیک ماتوي.

اجرائیه ریاست له لوري په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې محقق به د ګډ حکومت ترپایه د اجرائیه ریاست مرستیال وي.

دا پداسې حال کې دی چې د جمیعت ګوند اجرائیه رئیس عطامحمد نور هم د محقق په ګوښه کیدلو غبرګون ښودلی او زیاته کړې یې ده چې ګډ حکومت د یوه توافق له امله رامنځته شوی نه د قانون له لارې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button