طالبان:له امریکایي لوري سره په مذاکراتو کې پرمختګ وشو

 

(عزم یک شنبه ۱۳۹۷ سلواغه ۷)

طالبانو په خپله رسمي اعلامیه کې په دوحه کې له امریکایي چارواکو سره شپږ ورځنۍ خبرې چې تیر مازدیګر پای ته ورسیدې؛ مثبتې ګڼلې او ویلي یې دي چې د مذاکراتو په دې پړاو کې د ټاکل شوې اجنډاسره سم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو اونورو اړونده مهمو مسائلو بحث او پرمختګ وشو.

طالبانو د یوې مشترکې اعلامیې نه خپریدو په تړاو ویلي،

“داچې موضوعات درانه دي او زیات جراوبحث ته اړتیا لري؛ نو فیصله وشوه چې د ځينو لاینحله مسایلو پر سر به په راتلونکي کې نورې ورته غونډي هم جوړیږي، ترڅو پاته لاينحله مسائلو ته هم د حل مناسبه او مفیده لار پيدا کړل شي او هم دواړه طرفه د مجلس جریان له خپلو مشرانو سره شریک او هدایت ترلاسه کړي. “

طالبانو یوځل بیا پر خپل پخواني دریځ ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې امریکایي لوري ته یې په واضحو ټکو ویلي،

“تر څو له افغانستانه د خارجي ځواکونو د وتلو موضوع حل نه شي په نورو برخو کې پرمختګ امکان نه لري“

په دغه اعلامیه کې هغه راپورونه هم رد شوي چې ویل کیدل دواړه لوري پر اوربند او یا هم د کابل له ادارې سره پر خبرو سلا شوي دي.
دا چې دا مذاکرات د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې ترسره شوې، له همدې امله طالبانو د دغه هیواد له میلمه پالنې څخه مننه کړې ده.

طالبانو نه دي ویلي، چې بله ناسته به کله جوړه شي، خو امریکایي استازي زلمي خلیلزاد بیا خبر ورکړی چې راتلونکې ناسته به ژر ترسره او پر مهمو موضوعاتو چې د ده په وینا هراړخیز اوربند او له افغان حکومت سره خبرې پکې شاملې دي دي، توافق وشي.
زلمي خلیلزاد هم د قطر په شپږ ورځنۍ ناسته کې له پرمختګونو خبر ورکړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: