بلخ مزارشریف کې پاکستان خپله قونسلګری تړلې

 

عزم(یکشنبه، ۷ سلواغه ۱۳۹۷): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د افغانستان په شمال مزارشریف ښار کې یې خپله قونسلګری د امنیتي تهدیداتو له امله تر یو نامعلوم وخت پورې تړلې ده.

په بلخ کې د پاکستان سرقونسل سرافراز احمد خان امریکا غږ ته وویل چې وروسته له هغه یې قونسلګرۍ وتړله چې یوه ښځه یې له لاسي بم سره ونیوله.

سرفراز ویلي چې دغه ښځه د ویزې اخستلو لپاره ورغلې وه او لاسي بمب هم ورسره و، چې د دوی لخوا ونیول شوه او افغان پولیسو ته وسپارل شوه.

بلخوا بیا د بلخ پولیس د دغې ښځې په اړه دا یوه شخصي دسیسه بولي او وایي چې داسې څه نه تر سترګو کیږي چې حقیقت دې ولري.

د بلخ امنیه قومندان اکرم سامع ویلي چې دغه ښځه هغه مهال نیول شوې چې له قونسلګری بیرته کور ته روانه وه او دا یوه دسیسیه او توطیه ده بل هیڅ هم ندي.

پاکستان څه موده وړاندې د جلال اباد له ولایتي چارواکو سره تر یو لړ مشکلاتو وروسته د ننګرهار کونسلګری هم تړلې وه چې څه موده وروسته یې بیرته پرانیستله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: