زابل: ارغنداب کې عسکرو پنځه پوستې تخلیه کړي

 

عزم(دوشنبه، ۸ سلواغه ۱۳۹۷): دوه ورځې وړاندې طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ د سرخ سنګ د زیارت د سر به بوسته برید کړی وو چې به نتیجه کې یې بوسته نیولې وه او څو تنو عسکرو ته مرګ زوبله اوښتې وه.

ویل کیږي چې تیر مازدیګر یادې بوستې ته څیرمه له یوې بلې پوستې هم عسکر تللي او پوسته یې تخلیه کړې ده.

همدا راز بیګا شپه او نن ورځ  دغمي ، بلوداد او خیرالدین له پوستو هم عسکرو کډه کړې او پوستې یې تخلیه کړي دي.

طالبانو د یادو پوستو څخه د عسکرو د تللو پخلی کړی او ویلي یې دي چې د بریدونو د ویرې له امله عسکرو پوستې پریښي او زیاته سیمه د دوی تر واک لاندې راغلي.

پدې وروستیو کې د طالبانو له لوري په عسکرو بریدونه زیات شوي دي چې ډیرو سیمو کې یې پرمختګ کړی او د واک لاس یې زیاتو سیمو ته غځیدلی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button