معتصم اغاجان: د ملا برادر ټاکل کیدل سولې ته د طالبانو لیوالتیا ښیي

 

عزم(دوشنبه، ۸ سلواغه ۱۳۹۷): د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د مالیې وزیر معتصم اغاجان چې اوس د طالبانو له لیکو بیل دی خو طالبان له نږدې پیژني وایي چې د قطر دفتر د مشر په توګه د ملا برادر ټاکل کیدل سولې ته د طالبانو لیوالتیا ښیي.

هغه ویلي طالبان او امریکا په تیره شپږ ورځنی غونډه کې یو لړ مهمو هوکړو ته رسیدلي چې له خپلو مشرانو سره تر سلا مشورو وروسته به یې لاسلیک کړي.

معتصم اغاجان ویلي ملا برادر د طالبانو به لیکو کې یو با نفوذه شخصیت دی چې ټولو لوریو ته به یې ېریکړې د منلو وړ وي چې پدغه حساس وخت کې د همدې لپاره ټاکل شوی هم دی.

نوموړي ویلي طالبان غواړي چې دغه جګړه د خبرو له لارې حل کړي او اوس د همدې وخت رارسیدلی ځکه چې امریکا او نوره نړۍ هم په همدې باور دی.

ملا برادر د طالبانو د مخکیني مشر مرحوم ملا محمد عمر تر ټولو نږدې،د باور وړ او مرستیال وو چې په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان له لوري ونیول شو او څه موده وړاندې د خلیلزاد به غوښتنه د باکستان له لوري خوشې کړل شو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button