نی: که سوله راځي،د بیان پر ازادۍ باید اغیز ونه ښندي

 

(عزم دوشنبه ۱۳۹۷ سلواغه ۸)

د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ “نی“ د سولې د راتګ په تړاو له خواشیني ډک غبرګون ښوودلی او ویلي یې دي چې باید د سولې په راتګ سره ددوی پر فعالیتونو اثر ونه لویږي.

د دغه بنسټ مشر مجیب خلوتګر نن یوې ناستې ته وویل، د بیان د آزادۍ ۱۷ کلنې لاسته راوړنې باید له پامه ونه غورځول شي او که هڅې یې له پامه غورځول کیږي، دوی بیا د داسې سولې طرفداري نه کوي.
یاد بنسټ چې اشاره یې د تلویزیونونو مبتذلو نشراتو ته وه؛ وویل، زمونږ ۱۷ کلنې هڅې دا وې چې ټولنه مو له نړیوال کلتور سره آشنا کړه او دغه راز مو له دیموکراتیکو پرمختګونه با خبره کړل، اوس که د دې سولې په نتیجه کې یوه سنتي تولنه مخته راځي او د بیان پر دغه ډول آزادۍ محدودیتونه لګول کیږي؛ مونږ ته د منلو وړ نه ده .

د دغه بنسټ مشر دغه راز وویل، د خبریالانو قاتلین باید د هیڅ راز موافقتنامې له مخې ونه بښل شي او ټول لوري دې دا په نظر کې ونیسي.

باید وویل شي چې له تیرو ۱۷ کلنو راپه دې خوا د امریکا او نړیوالې ټولنې په مالي لګښتونو سلګونه چاپي، غږیزې او انځوریزې رسنیۍ په هیواد کې فعالیت کوي چې نړیوال یې د خپل تبلیغاتي او فکري جګړې د پرمخ بیولو لپاره بې بدیله وسیله بولي او هر نوعه ملاتړ ته یې دوام ورکوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button