ګډوځواکونو په دریو ولایتونو کې پر ولسي خلکو سختې چاپې وهلې

 

(عزم دوشنبه ۱۳۹۷ سلواغه۸)

امریکایي ځواکونو د خپلو افغان ملګرو په ملتیا په اروزګان، ننګرهار او میدان وردګو ولایتونو کې پر ولسي افغانانو شپني عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې تر لسو ډیر ولسي افغانان وژل شوي او ګڼ مالي زیانونه ور اوښتي دي.

راپورونه وایي، وړمه شپه د اروزګان ولایت دمرکزترینکوټ اړوند د“ پای ناوې“ پر۳ نقاطو امریکایانو او افغان عسکرو په چاپه وهلې چې په پایله کې یې ۸ تنه کلیوال شهیدان او ۶ تنه نور یې له ځان سره د بندیانو په توګه وړي دي.
ګډو ځواکونو پر دې بسنه نه ده کړې او په سیمه کې یې یو جومات او ۴ کورونه ویجاړ او د ملکي خلکو ۴ عرادي موټر او ۱۶ عرادي موټرسایکلونه یې هم سوځولي دي.
د دې جنایاتو په تعقیب سیمې ته طالبانو ځان رسولی او ګڼو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې؛ طالبان هم په دغه نښته کې د خپلو دوو ملګرو د وژل کیدو پخلی کړی دی.
د اروزګان ځایي چارواکو په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.
په یو بل خبر کې ویل شوي چې تیره شپه ۱۰ بجې د ننګرهارولایت، حصارک ولسوالۍ اړوند، “کلاګۍ“سیمه کې امریکایي او افغان ځواکونو د ولسي خلکو پر کورونو چاپه وهلې او دوه (۲) بیګناه ځوانان یې په مخامخ ډزو شهیدان کړي دي.
ګډوځواکونو بې شمیره کورونه نړولي او خلکو ته یې بیساری زیان ور اړولی دی .

له میدان وردګو ولایت نه ورکړل شوي خبرونه بیا وایي چې تیره شپه د دغه ولایت د سيدآباد ولسوالۍ اړوند “جنګ جای“ په نامه کلي باندې امریکایي ځواکونو چاپه وهلې، د ګڼو کورونو دروازې یې په بمونو الوزولې او یو کور یې هم ویجاړ کړی دی.
ګډوځواکونو له یادې سیمې څخه د یوه ملا امام په ګډون ۳ تنه کلیوال هم له ځانه سره د بندیانو په توګه وړي دي.

یو بل خبر وایي چې تیره ورځ دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ اړوند د سپین مسجد په سیمه کې افغان ځواکونو د ولسي خلکو پر کورونو د هاوانونو بریدونه کړي چې له امله یې یوتن ملکي وګړی اویوه ښځه شهیدان شوي دي.
دا پیښې داسې مهال رامنځته کیږي چې د ملي یووالي د حکومت مشر د لومړي ځل لپاره پر ملکی تلفاتو خواشیني څرګنده او دغه بریدونه یې تقبیح کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button