د بندیز سربیره، د نسلي چرګانو واردات روان دي

(عزم چهارشنبه ۱۳۹۷ سلواغه ۱۰)

په داسې حال کې چې د کرنې او مالدارۍ وزارت د بریډر یا نسلي چرګانو پر واردولو بندیز لګولی، لا هم د دغو چرګانو زیاته کچه واردات هیواد ته ترسره کیږي.

دغه چرګان ژوندي یا هم په کارتونونو کې د ورونونو په شکل یخ وهلي د ایران، برازیل او پاکستان له لوري هیواد ته واردیږي چې د کرنې وزارت وایي، دا واردات د یوې مافیایي ډلې له خوا په قاچاقي ډول تر سره کیږي.

په ټوله نړۍ کې د دغو چرګانو پرغوښه بندیز لګول شوی ، خو افغانستان یواځنی هغه هیواد دی چې لا یې هم په بازارونو کې د دغه ډول چرګانو پیر او پلور روان دی.

د دغو چرګانو غوښه بې کیفیته او سخته وي او د دې لپاره چې پر افغان سوداګرو یې وپلوري، په مصنوعي توګه یې چاغوي، درانه فلزات(سرب، ارسینیک او فلورایډ)، انتي بیوتیک، واکسینونونه او هورمونونه ورکول کېږي چې له امله یې د انسان روغتیا زیانمنیږي او د زړه، معدې، پښتورګو او مثانې د سرطان لامل کېږي.

کرنې وزارت وایي، دغه ډول چرګان د بل جنس په نوم هیواد ته راوړل کیږي، خو ژمنه کوي چې په ټول توان به یې د خرڅلاو مخه ونیسي.
سوداګر په دغو چرګانو کې د پام وړ ګټه کوي او هر چرګ له ۳ تر ۵ کیلو ګرامه وزن لري چې دوی ته ټول چرګ په ۵۰ کلدارو تمامیږي او دلته یې بیا هره کیلو په ۱۰۰ افغانۍ پلوري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: