داوودزی: امریکایان دې په تدریجي ډول له افغانستانه ووځي

عزم (شنبه ۱۳۹۷ سلواغه ۱۳): د ګډ حکومت د مشر اشرف غني ځانګړی استازی او د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر عمر داوودزی وايي، که امریکايي عسکر ژر له افغانستانه ووځي؛ نو شخړې به هم زیاتې شي.

نوموړي له امریکايي تلویزون «سي، این، این» سره په مرکه کې ویلي، که امریکايي عسکر د مهالوېش له مخې ونه وځي، نو یوه تشه رامنځته کېږي او ډېرې وینې به وبهول شي.

محمد عمر داووزي ویلي، تر دې دمه د امریکايي َ عسکرو د وتلو په برخه کې بشپړه هوکړه نه ده شوې.

عمر داوودزي داسې مهال د امریکايي ځواکونو په وتلو خواشیني ښودلې، چې د ګډ حکومت لومړي مشر اشرف غني هم د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ غوښتي وو، چې خپل لګښتونه به کم کړو، خو امریکایان دې له افغانستانه نه وځي.

تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپل ټوېټر لیکلي وو، چې له افغانستانه د امریکايي عسکرو په وتلو کې جدي دی او د خپلو پخوانیو خبرو دفاع یې کړې وه.

ټاکل شوې ده، چې روانه اوونۍ په مسکو کې د افغانستان د سولې اړوند بله ناسته هم وشي، چې د طالبانو په ګډون به پکې د سیمې د هېوادونو استازي هم برخه ولري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button