په ۲۰۰۱ میلادي کال کې له BBC راډیو سره دطالبانو د مشر ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تاریخي مرکه

ژباړه: احمدالله وثیق

پوښتنه: په افغانستان کې د اوسني وضعیت په اړه څه فکر کوئ؟
ځواب: تاسو او د امریکا ګوډاګۍ رادیو ګانو اندیښنې پیدا کړې دي، مګر په افغانستان کې اوسنی وضعیت په یوه لوي‌ علت پوري تړلی دی، هغه د امریکا تخریب او ویجاړي ده.

پوښتنه: د امریکا د تخریب څخه ستاسو مطلب څه دی؟ ایا تاسو یو پلان لرئ چې پیاده یې کړئ؟

ځواب: پلان پر مخ روان دی، که د الله تعالی خوښه وه دا پلان به پیاده شي، مګر دا یو ډیر غټ کار دی، د انسان تر وس او فهم لوړ دی، که دالله ج مرسته له موږ سره وه، نو دا به په نژدې وخت کې ترسره شي.
دا خبره تاسو په فکر کې ونیسئ او یاد یې لرئ.

پوښتنه: اسامه بن لادن خبرداری ورکړی چې هغه به د امریکا په ضد له اټومي، کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو څخه کار واخلي، ایاستاسو ګواښ خو به له دې خبرداري سره تړاو نلري؟
ځواب: دا د وسلو خبره او موضوع نده، موږ دالله ج مرستې ته تمه لرو، اصلي خبره د امریکا د ویجاړي ده، ان شاء الله امریکا به مځکې ته را غورځي

پوښتنه: په تیرو څو وروځو کې تاسو د څو ولایتونو کنترول له لاسه ورکړ، ایا تاسو به له لاسه ورکړې سیمې بیرته ونیسئ؟
ځواب: بلی موږ هیلمن یو چې تاسو به داسی تغیرات وګورئ لکه څرنګه تبدیلي چې تاسو اوس ولیدله.
پوښتنه: د دومره تیزې عقب نشیني دلیل څه وو؟ ولي ستاسو پوځیانو له ښارونو تېښته وکړه؟ ایا دا لامل وو چې تاسو د امریکا له بمباریو متاثر شوی او که مو پوځیانو له تا سره چل(خیانت) وکړ؟

ځواب: ما تاسو ته وویل، چې دا په هغه لوي کار پسي تړاو لري.

پوښتنه: کولای شي راته ووایاست اوس مهال څو ولایتونه ستاسو تر کنترول لاندي دي؟

ځواب: موږ څلور پنځه ولایته په کنترول کې لرو، مګر دا مهمه نده چې څومره ولایتونه زموږ په واک کې دي، یو وخت داسي‌وو چې موږ یو ولایت هم نه درلود او بیا داسي وخت راغی چې موږ ټول ولایتونه په لاس کې درلودل، هغه ولایتونه چې بیا مو په یوه اونۍ کې ټول له لاسه ورکړل، نو د ولایتونو شمیر مهم نه دی.

پوښتنه: څرنګه چې په راتلونکي حکومت کې ستاسو ګډون مخکې لمخکې رد شوی، که چیرته ستاسو یو شمیر کسان د طالبانو په نمایندګي په حکومت کې ګدون وکړي، یا ټول طالبان او یا هم منځلارې طالبان، تاسو به له دې پرېکړې سره مخالفت وکړئ؟

ځواب: په طالبانو کې داسی شي وجود نلري، طالبان ټول منځلارې دي. دلته دوه شیان دی افراط او تفریط موږ تل د منځ لاره نیولې نو په دې حساب سره موږ ټول منځلارې یو. او منځنۍ لاره تعقیبوو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button