د حاجی فرید کورنی: حاجي فرید ژوندی دی او کوم مشکل ورته ندی پیښ

 

عزم(سه شنبه، ۱۶ سلواغه ۱۳۹۷): نن ماښام ځینو رسنیو د یو شمیر نامعلومه سرچینو په حواله خبر خپور کړی وو چې د ولسي جرګې پخوانی غړی او په افغانستان کې د بهرنیو پوځي اډو پرضد د ملي جبهې شورا مشر حاجي احمد فرید باندې برید ترسره شوی.

یادو رسنیو ویلی وو چې پدغه برید کې حاجي فرید وژل شوی دی، خو د نوموړي د کورنۍ غړي داپیښه ردوي او وایی چې حاجي فرید ژوندی دی او هیڅ مشکل ورته ندی پیښ شوی.

د هغه د کورنۍ یوه غړي د قاري مبشر صافي په نوم په ټولنیزو رسنیو کې خلکو ته د نوموړي د ژوند په هکله ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې هغه له هیڅ ستونزې سره مخ شوی نه دی او د هغه د وژل کیدلو اوازې یې بې بنسټه وبللې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button