فوزیه کوفي: طالبان د ښځو د زده‌کړو او کار مخالف نه دي

عزم (پنجشنبه ۱۳۹۷ سلواغه ۱۸): د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د مسکو غونډې ګډونواله فوزیه کوفي وايي، د ښځو په اړه د طالبانو په نظریاتو کې بدلون راغلی دی.

مېرمن کوفي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د مسکو ناستې ته د تخریب لپاره نه وه تللې، بلکې د ښځو په اړه یې د طالبانو نظریات له نږدې واورېدل.

دا وايي، د مسکو په غونډه کې طالبانو د ښځو په اړه ۱۳ ماده‌يي بیان کې ویل شوي وو، چې د ښځو د زده‌کړو او کار مخالف نه دي.

طالبانو لا له وړاندې ویلي، چې د اسلام په چوکاټ کې ښځو ته ټول حقوق ورکوي؛ خو له نارینه‌وو سره د ګډ کار، له نارینه‌وو سره ګډې زده کړې او هغه څه چې په اسلام کې یې منع راغلې مخالف دي.

اوس هم د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د ښځینه‌وو ښوونځیو ته اجازه ورکړل شوې؛ خو په دغو ښوونځیو کې ډېری ښوونکې ښځې او یا د پاخه عمر سړي دي.

د مسکو غونډه تېره شپه پای ته ورسېده، چې دواړه خواوې دغه غونډه ګټوره بولي او د ورته نورو ناستو د ترسره کېدو غوښتنه کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button