کرېکټ: له ایرلنډ سره د لوبلړۍ لپاره لوبډلې اعلان شوې

عزم (پنجشنبه ۱۳۹۷ سلواغه ۱۸): له ایرلنډ سره د راتلونکو شل اوریزو، پنځوس اوریزو او یوې ټېسټ لوبو لپاره لوبډلې اعلان شوې.

د درې شل اوریزو لوبو لپاره اصغر افغان «لوبډلمشر» عثمان غني، نجیب تره‌کی، حضرت الله ځاځی، محمد نبي، سمیع الله شینواری، شفیق الله شفق«ویکټ ساتونکی»، راشدخان، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت،  فریداحمد ملک، سعیداحمد شېرزاد، ضیاء الرحمن شریفي، مجیب الرحمن، ظاهر خان او شرف الدین اشرف غوره شوه شوي.

د پنځو پنځوس اوریزو لوبو لپاره محمد شهزاد«ویکټ ساتونکی»، اصغر افغان«لوبډلمشر» نورعلي ځدراڼ، جاوېد احمدي، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، سمیع الله شینواری، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، اکرام علي‌خېل، حشمت الله شهیدي، راشدخان، کریم جنت،  ګلبدین نائب، افتاب علم، دولت ځدراڼ، ظاهر خان، سعیداحمد شېرزاد، شاه‌پور ځدراڼ،  مجبیب الرحمن او فرید احمد ملک غوره شوي دي.

د ټېسټ لوبې لپاره اصغر افغان«لوبډلمشر» محمد شهزاد، احسان الله جنت، جاوېد احمدي، رحمت شاه، ناصر جمال، حشمت الله شهیدي، وقار سلام‌خېل، شرف الدین اشرف، یمین احمدزی، وفادار مومند، راشدخان، محمد نبي او اکرام‌ علي‌خېل ټاکل شوي دي.

له ایرلنډ سره روانه لوبلړۍ د فبروري میاشتې پر ۱۹ مه نېټه د هندوستان په دهراودون لوبغالي کې پیلېږي، چې افغانستان د ایرلنډ لوبې کوربه‌توب کوي.

تېرکال افغانستان له ایرلنډ سره د شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو لړۍ ګټلې وه.

په اوسني نوملړ کې ځینې داسې لوبغاړي هم اخیستل شوي، چې وروڼه او خپلوان یې په کرېکټ بورډ کې دندې لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button