لوړپوړی امریکایي جنرال: طالبان اشرف غني ته“د لوبو د شپې د نانزکې“خطاب کوي

 

(عزم پنجشنبه ۱۳۹۷ سلواغه ۱۸): د امریکایي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ لوړ پوړی امریکایي قوماندان جنرال جوزف ووټل وایي، طالبان د اشرف غني له ادارې سره خبرې نه کوي او هغه بې واکه بې صلاحیته تپل شوې اداره بولي.

نوموړي چې د امریکا د سنا جرګې د قانون جوړونکو کمیټې ته خبرې کولې وویل، “له طالبانو سره د امریکایي هیئت د مذاکراتو هدف دا وو چې هغوی دې ته وهڅوي څو د اشرف غني په مشرۍ د افغان حکومت له ادارې سره خبرو ته زړه ښه کړي؛  خو هغوی له ټول ټینګار سره سره اشرف غني د امریکا “د لوبو د شپې ناوکۍ “نانزکه“ بولي “
نوموړی وایي،  بالاخره باید مونږ د طالبانو او افغان سیاستوالو ترمنځ د ګډو مذاکراتو شاهدان واوسیږو ځکه هغوی خپله خپلې ستونزې په خپله  سمې حل کولی شي.

نوموړی زیاتوي مونږ د مذاکراتو په لومړیو مرحلو کې یو او خلیلزاد هڅه کوي دغو مذاکراتو ته یو داسې چوکاټ جوړ کړي چې د افغانستان حکومت هم په کې ورشریک کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: