د بهرنیو چارو وزارت: طالبان دې لومړی بښنه وغواړي بیا یې له تور لیست وباسو

(عزم جمعه ۱۳۹۷ سلواغه ۱۹)

د ملي یووالي د حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا بهر ته د هغو طالب مشرانو پر سفرونو اندیښنه ښوودلې چې نومونه یې د ملګرو ملتونو په تور لیست کې شامل دي.
د بهرنیوچارو د وزارت ویاند صبغت احمدي وایي،   طالبان ټول تر بندیزونو لاندې دي ځکه  په ټوله کې تر اوسه د يوې ترورېسټي ډلې په توګه پېژندل کېږي، نو د دې به خاطر چې دا بندیزونه ترې لرې شي،  دوی  باید لومړی په پخوانیو فعالیتونو پېښماني وښيي او د افغانستان د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

احمدي زیاتوي ، د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې ته یې د طالب مشرانو د سفرونو د څرنګوالي یادونه کړې خو تر اوسه یې شکایت نه دی ثبت کړی.
ازادۍ رادیو د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله خبر ورکړی چې د هغوی دوه مشران چې نومونه یې په تور لیست کې وو،  مسکو ته سفر کړی خو په وینا یې چې په همدې هکله له ملګرو ملتونو او روسيې سره همغږي شوې وه.

مجاهد ویلي، په دې اړه د حکومت څرګندونې د سولې د بهیر د ګډوډلو په خاطر مطرح شوې او د اشرف غني په مشرۍ اداره نه غواړي،  د سولې پروسه په ښه توګه وړاندې لاړه شي
د سیاسي چارو کارپوه انتظار خادم وایي، که طالبانو د سفر په اړه له وړاندې له اړوندو مراجعو سره همغږي کړي وي، حکومت ته د دومره سخت غبرګون اړتیا نه لیدل کېږي ځکه د سولې بهیر یو مخ زیانمنو

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button