غزني کې ترافیکي پېښې ۱۳ تنو ته مرګژوبله اړولي
عزم: (یکشنبه، ۲۱سلواغه، ۱۳۹۷ل): نن له غرمې وروسته د غزني په اندړو ولسوالۍ کې یوې ترافیکي پېښه ۱۳تنو ته مرګژوبله اړولي ده.
د غزني ځايي چارواکي وايي، د اندړو ولسوالۍ په ملانوح بابا سیمه کې دوو موټرو ترمنځ ټکر شوی، چې له امله یې ۶ تنه وژل شوي او ۷ تنه ټپیان شوي دي.
د غزني د روغتون مسوولین وايي، پېښه د کابل ـ کندهار پر لویې لارې د اندړو په ولسوالۍ کې شوې ده، چې ۶ تنه پکې ځای پر ځای وژل شوي دي او ۷ تنه ټپیان یې روغتون ته راوړي دي.
د دوی په خبره، یوې سراچې موټر له یو بار وړونکي موټر سره ټکر کړی دی.
په افغانستان کې د ترافیکي پېښو له امله نږدې هره ورځ لسګونه خلکو ته مرګژوبله اوړي.
د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو نه پاملرنه او نشهيي توکي هغه لاملونه دي چې ډېری ترافیکي پېښې رامنځته کوي.