غزني کې ترافیکي پېښې ۱۳ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولي

عزم: (یکشنبه، ۲۱سلواغه، ۱۳۹۷ل): نن له غرمې وروسته د غزني په اندړو ولسوالۍ کې یوې ترافیکي پېښه ۱۳تنو ته مرګ‌ژوبله اړولي ده.

د غزني ځايي چارواکي وايي، د اندړو ولسوالۍ په ملانوح بابا سیمه کې دوو موټرو ترمنځ ټکر شوی، چې له امله یې ۶ تنه وژل شوي او ۷ تنه ټپیان شوي دي.

د غزني د روغتون مسوولین وايي، پېښه د کابل ـ کندهار پر لویې لارې د اندړو په ولسوالۍ کې شوې ده، چې ۶ تنه پکې ځای پر ځای وژل شوي دي او ۷ تنه ټپیان یې روغتون ته راوړي دي.

د دوی په خبره، یوې سراچې موټر له یو بار وړونکي موټر سره ټکر کړی دی.

په افغانستان کې د ترافیکي پېښو له امله نږدې هره ورځ لسګونه خلکو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو نه پاملرنه او نشه‌يي توکي هغه لاملونه دي چې ډېری ترافیکي پېښې رامنځته کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button