یوناما: په افغانستان کې ۱۳ نیم میلیونه وګړي خوراکي توکو ته اړ دي

عزم(پنجشنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره«یوناما» وايي، لا هم ۱۳ نیم میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت مرستیال ټوبي لینزر وايي، که له طالبانو سره سوله وشي، بیا هم باید له بې‌وزله افغانانو سره مرستې وشي.

ده وویل، د سولې وروسته باید د بې‌وزلۍ پر وړاندې جګړه پیل شي.

ملګرو ملتونو له دې وړاندې هم ویلي وو، چې ۱۲ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري، څو له بې‌وزله افغانانو سره مرستې وکړي.

په تېرو اوولس کلونو کې امریکا او نړیوالې ټولنې له افغان حکومت سره میلیاردونه ډالر مرستې کړي؛ خو لا هم له نیمايي ډېر افغانان په لوږه ویده کېږي.

دوې میاشتې وړاندې د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم پر دې خبره اعتراف وکړ، چې د لوږې کچه په افغانستان کې ورځ تر بلې ډېرېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button