رویټرز: امریکا له افغانستان څخه خپل ۱۰۰۰تنه عسکر وباسي

 

عزم(جمعه، ۲۶ سلواغه ۱۳۹۷): رویټرز خبري اژانس د امریکا د مرکزي قومندانۍ په حواله وایي چې امریکا له افغانسان څخه خپل ۱۰۰۰تنه عسکر وباسي.

که څه هم د امریکا د مرکزي قومندې مشر د دغو عسکرو ویستل له سولې پروسې سره تړلي نه بولي، خو وایي چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د قاطع ملاتړ مشر جنرال میلر همداسې فیصله کړې ده.

رویټرز همدا راز د یو ډیبلوماټ په حواله وایي چې جنرال میلر په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د کموالي سره موافق دی.

دا پداسې حال کې دی چې د طالبانو او امریکا ترمنځ په قطر کې د فبروري په پنځه ویشتمه بله ناسته ترسره کیږي چې د خبرو اصلي اجنډا یې هم له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او راتلونکي کې د افغانستان خاورې څخه نړۍ او امریکا ته د ګواښ نه پیښیدل ښودل شوي دي.

د ویلو ده چې څو ورځې وړاندې د مسکو غونډه کې د طالبانو یو تن استازي ویلي وو چې امریکا ورسره د اپریل تر پایه د نیمایي عسکرو د ویستلو ژمنه کړې.

همدا راز ویل شوي چې تر راتلونکې غونډې پورې به د طالبانو او امریکا ګډ کاري ټیمونه ټاکل کیږي تر څو په پریکړه کیدونکو موادو کار وکړي چې یو له هغو څخه د بهرنیو ځواکونو وتل هم دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: