طالبان وایي په دومره اومړي(ځوړند) تار ندي تړلي چې رسنۍ یې سره بیل کړي

 

عزم(جمعه، ۲۶ سلواغه ۱۳۹۷): طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره دوه ورځې وړاندې ویلي وو چې د قطر غونډې تر مخ د پاکستان د وزیراعظم په رسمي بلنه دغه هیواد ته سفر کوي او د هغه ترڅنګ به له امریکایي چارواکو سره هلته و ویني.

د طالبانو دغه اعلان د کابل اداره او پلویان یې غوصه کړل چې د طالبانو دا ډول سفرونه طالبان د یو حکومت په توګه معرفي کوي چې ورته د زغملو نده.

نن ورځ یو شمیر رسنیو خبر ورکړ چې پاکستان کې د طالبانو او امریکا غونډې د طالبانو ترمنځ خپلمنځي درز رامنځته کړی او دوی یې سره ویشلي دي، خو طالبانو ویلي چې دا یو پروپاګند دی او هیڅ واقعیت نلري.

طالبانو بیا پاکستان ته خپل سفر لویه لاسته راوړنه بللې او زیاتوي «دغه سفر جوتوي چې اسلامی امارت د یوه قوي ځواک په توګه سیاسي او نظامي ځواک بلل کیږي چې بیلابیلو هیوادونوته یې رسمي سفرونه نړیوال وجاهت پیاوړی کوي.

خو د کابل ادارې پورې اړونده استخباراتي کړیو بیا د دغه سفر په اړه په منفي تبلیغاتو پیل کړی او ویره لري چې اسلامی امارت د یوه موازي حکومت او ځواک په توګه مطرح نشي».

اعلامیه کې وړاندې راغلي «د دغو تبلیغاتو په لړ کې ځینې شیطاني انټرنټي پاڼې د اذهانو د تخریبولو او تشویش اچولو په مقصد پروپاګند کوي چې د دغه سفر په اړه داسلامي امارت د لیکو ترمنځ اختلافات پیدا شوي او ګواګې مجاهدین به سره وویشل شي چې په دې لړ کې په کاذب ډول د اسلامي امارت د ځینو مشرانو نومونه هم یادوي.
دغه ناخبره ګوډاګیان په دې نه دي خبر چې د اسلامي امارت لیکې په دومره اومړي تار نه دي سره تړلي چې یوه مزدوره رسنۍ به یې په منځ کې درځ واچوي».

طالبانو ویلي د دوی ترمنځ بشپړه هماهنګي او اطاعت موجود دی ترمنځ یې هیڅ ستونزه نشته او هیڅ ډول اختلاف وجود نه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: