غزني: چاودنې څلورو ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

عزم(شنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، نن سهار ۹ بجې د غزني ښار اړوند د قصابانو په کوڅه کې یوې چاودنې څلورو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د نوري په خبره، چاودېدونکي توکي په یوه زرنج موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي وو، چې له امله یې یو ملکي وګړی وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د غزني د رغتون رئیس ډاکټر بازمحمد همت وايي، د پېښې له ځایه څلور تنه ور وړل شوي، چې یو یې مړ شوی او درې نور ټپیان دي.

د نننۍ چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.

غزني یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې پر ګڼو سیمو یې طالبان واکمن دي؛ خو د غزني ښار اوس‌مهال د دولت تر ولکې لاندې دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button