غني،  پنس ته : افغانان مو د قربانیو پوروړي دي

 

(عزم یکشنبه ۱۳۹۷ سلواغه ۲۸)
د ملي یووالي د حکومت مشر اشرف غني د مونیخ کنفرانس په څنډه کې د امریکا له مرستیال ولسمشر مایک پنس سره وکتل او په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو د قربانیو له امله ترې مننه وکړه .

غني پنس ته وویل، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قربانیو پوروړي یو او په وینا یې چې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اعلان سره له ترهګرۍ سره د جګړې مشري افغان ځواکونو اخیستې او په پوره متانت سره د نړیوال امنیت د خوندیتابه لپاره مبارزه کوي.
په دغه لیدنه کې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وویل،  مونږ هڅه کوو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړو او زیاته یې کړه “دا مهمه ده چي ټول اړخونه ډاډمن شي څو افغانستان یو وار بیا د ترهګرو او سخت دریځو سازمانونو له خوا ونه کارول شي او له هغه ځایه پخپله افغانستان، سیمې، نړۍ او امریکا ته تهدید متوجه نشي.”
دواړو لوریو پر راتلونکو انتخاباتو هم بحث وکړ او تر څنګ یې پر یو لړ نورو مسایلو هم خبرې وشوې

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button