د اسلام آباد غونډه، ولي وځنډیده…؟!

لیکوال: نعمت میوند
د رواني میاشتې پر 18 نیټه په اسلام آباد کې د امریکايي او طالب پلاوي ترمنځ کیدونکې غونډه، یو ځل بیا لغوه اعلان شوه، تر دې وړاندي هم دوه ځله ورته کار شوی و. د تیري جنورۍ پر 9 مه او 10مه په قطر کې او بیا پر 18مه نیټه په اسلام آباد کې احتمالي غونډه وه چې لومړۍ هغه د امریکايي، او دویمه هغه د طالب پلاوي لخوا رد شوه. په ورته شکل د اسلام آباد دا ننۍ غونډه درېیم نوبت دی چې لغوه کیږي. خو دا چې تر شا یې ښکاره او پټ وجوهات څه کیدای شي؛ په لاندي پراګرافونو کې یې د را سپړلو هڅه کوو.
طالب ویاند، ذبیح الله مجاهد په خپله مختصره اعلامیه کې د اسلام آباد د ټاکل شوي غونډې د لغوه کیدو لامل تخنیکي ستونزه بولي، چې پړه یې هم پر جانب مقابل او ذیدخله اړخونو اچولې او ویلي یې دي چې د امریکا او ملګرو ملتونو له لوري د بندیزونو له امله پاکستان ته د دوی د مذاکرتي ټیم سفر له خنډونو سره مخ شو، له همدې امله دا غونډه جوړه نشوه، سره له دې چې د ده په وینا طالبانو پوره امادګي ورته نیولي وه. د امریکایي لوري لخوا تراوسه څه وضاحت نه دی ډاګیز شوی.
که دې ته وکتل شي چې دا په مذاکراتي پروسه کې یوه عادي چاره ده، مخکي هم ورته کارونه شوي، دا یې یوه آسانه توجیه کیدای شي. خو که دې ته وکتل شي چې هرځل داسي کار په یو نه یو ډول له پاکستان سره تړاو لري، دا ټکی ډېر سوالونه را پیدا کولای شي.

آیا رښتیا د غونډي ځنډیدل تخنیکي مسئله وه؟

زه فکر کوم، نه. دایي اصلي وجه نه وه، طالبانو ته به کیدای شي همدا ویل شوي وي خو تخنیکي مسئله پیدا کول او یا حل کول د امریکايي لوري لپاه ډېره آسانه چاره ده، په ابوظبۍ او نورو ځایونو کې هم دا ډول ستونزي وي، خو په ساعتونو کې حل شوي.
اصلاً دا غونډه د امریکايي لوري د نه دلچسپي له امله ځنډول شوي، هغوی قصداً دا غونډه له خنډ سره مخ کړه، ترلاسه شوي معلومات ښيی چې په 16م تاریخ په قطر کې د اسلام آباد د مجلس په رابطه یوه تخنیکي غونډه جوړه شوي وه، چې په هغه کې د قطر حکومت استاځی، امریکایي سفیر، ستانکزی، افغان سفارتکار او د پاکستان استاځی شامل وو، دوی د سفري آسانتیاوو پر لارو چارو غږیدل چې امریکايي سفیر وویل، ما ته تراوسه د لوړو مقاماتو لخوا د پاکستان د غونډي او یا هغه ته تلونکو طالبانو ته د آسانتیاوو برابرولو په اړه هیڅ نه دي ویل شوي. د دې مطلب دا شو چې د امریکا له وړاندي لا هیڅ اراده نه وه چې په اسلام آباد کې له طالبانو سره غونډه ولري.
دا هم کېدای شي چي د دې کار لومړۍ وجه په اسلام اباد کي له طالب لوري څخه د تېري جنوري میاشتې د 18 نیټې له احتمالي غونډې څخه د طالبانو د انکار غچ اخیستل و.
دویم دا هم لیری نه ده چي طالبانو دي قصداً داسي ګیم چلولی وي چي هم د پاکستان فشار کم کړي او هم پاکستان او امریکا سره لیری او له هغه ګډ دریځه او ګډ فشاره وغورځوي چي پر طالبانو یې کاروي، ځکه خو یې په بیساری ډول ډیر وختي لا مذاکراتي غونډه او د پاکستان له صدراعظم سره لیده کاته رسنیز کړل، او د مخالفینو عکس العملونه یې را وپارول.
دریم او آساسي ټکی زما په ګمان دا کیدای شي، چې نور امریکا پاکستان ته هغه کریډیټ ورکول نه غواړي چې مخکي یې په پلان کې کوم هدف و، څرنګه چې زلمي خلیلزاد د مذاکراتي پروسې له پیله له افغان حکومت سره په همغږي شکل کوشش کاوه چې طالبان په پاکستان پوري تړلي وځلوي، هرځل چې به یې له طالبانو سره د لیدلو اراده وه، تر هغه وړاندي به یې پاکستان ته سفر کاوه او ښه میډیایی کوریج به یې هم ورکاوه، ترڅو دا ثابته کړي چې د طالبانو سره خبري له پاکستانه پرته نشي کیدای. حتی په دې کار کې یې ټرمپ او د هغه اداره هم دې ته قانع کړي وه چې هم زیات فشار په پاکستان راوړي او هم زیات امتیازات پاکستان ته ومني.
مګر کله چې طالبانو پخپلواک ډول خپله مذاکراتي سلسله په کامیابۍ سره په نوره نړۍ کې جاري وساتله او په پاکستان کې لیدني یې څو ځله مسترد کړي؛ په دې سره یې د زلمي خلیلزاد هغه توقعات چې طالبان د پاکستان خلک ثابت کړي؛ ناکام کړل او خلیلزاد پخپل هدف کې بریالی نشو. نو اوس لیوالتیا نلري چې پاکستان ته نور کریډیټ ورکړي، ځکه یې په پاکستان کې له طالبانو سره ټاکل شوې غونډه په لاپرواهۍ سره لغوه کړه. چې دا یې پر پاکستان یو دروند ګذار بلل کیږي. ښایی چې له پاکستان سره په ناندریو واوړي، یوې باخبره سرچیني دا هم ویلي دي چي امریکا په خپله هم تراوسه پوري د کابل ادارې د دې ادعا تر اثر لاندی وه چي طالبان د پاکستان خلک دی او پا کستان اغیز ور باندي لری نو ځکه یې پاکستان ته امتیاز ورکاوه چي طالبان قانع کړي اوس چي پوه شوه چي داسي نه ده نو یې له پاکستانه تمه هم وخته.

طالبانو نقصان وکړ که ګټه؟

که څه هم په پاکستان کې له امرکایی لوري سره د طالبانو ناستې پرطالبانو یو لړ سوالونه را پورته کړل چې ګویا طالبان پاکستان ته امتیاز ورکوي، او دا کار د کابل حکومت پلوي میډیا ډېر تبلیغ کړ، چې حتی په طالبانو کې یې هم په کښته کچه ځیني طالبان یا که ووایو هغه طالبان چي خپله قوي نظریه او درک نه لري او د طالب ضد فسبوکیانو له فوسټونو نه ژر تاثر اخلي؛ هم متاثره کړل، هغوی هم پرخپل مشرتابه اعتراضونه وکړل. او ځیني هغو کسانو هم اعتراض وکړ چې طالبانو ته به یې مشورې ورکولي چې باید له نړیوالو او خپلو ګاونډیانو سره په روابطو کې اعتدال وساتي، نه دا چې د کابل د حکومت غوندي یوازي له امریکا سره روابط ساتي او نور یې شاوخوا ګاونډیان ټول له افغانستان سره په دښمنۍ کې اچولي؛ هغوی هم طالبان په دې کار ملامت ګڼل، ملا عبدالسلام ضعیف هم په خپل ټویټر داجمله ولیکله (( موږ خو په تاباندي ډیر حساب کاوه تاولي داسي وکړه؟ )) چی ډیری قلموالو ورسره بدرګه کړه او دایې د طالبانو نوي سیاسي مرستیال ملابرادر ته پیغام او پیغور وباله.
خو د طالبانو سرچیني وایی، څرنګه چې دوی خپل استقلالیت په تېر کې په اثبات رسولی، د مذاکراتو سلسله یې په نورو هیوادونو کې هم ترسره کړي؛ دا رنګه یې په پاکستان کې هم د غونډې پریکړه د خپلو ملي او تنظیمي مصالحو پرآساس کړي، یوه طالب چارواکي دا هم وویل چي موږ که د پاکستان اثر او زیردستي نه قبلوو نو دښمني کول هم نه ورسره غواړو، خپل مصالح پالو د دوی په وینا په دې برخه کې نقصان یوازي د کابل حکومت ته دی، چې د ویرې له امله یې ملګرو ملتونو ته شکایتونه هم وکړل او سوله ضد دریځ یې رسواشو.
نو د شنونکو په ګمان طالبانو په دې کار سره پاکستان د یو ګاونډي په حیث هم خوشحاله کړ او هم یې له فشاره ځان خلاص کړ او په عین حال کې یې له امریکا سره په ناندريو واچاوه چې د غونډې په جوړیدا کې یې خنډونه ورته رامنځ ته کړل.
د دې ترڅنګ طالبانو په دې کار سره، امریکا، ملګري ملتونه، او د کابل اداره تر اخلاقي سوال لاندي راوستل چې ولي یې د مذاکراتو په لاره کې په ښکاره خنډ واچاوه، او دې ته یې اجازه ورنکړه، چې استاځي یې سفرونه وکړای شي. د دې خو ښکاره مطلب دا دی چې دوی د سوله ایزي پروسې مخالفت کوي.
زما په فکر د غونډي لغوه کېدو په مطبوعاتي ډګر کي طالبانو ته تاوان وکړ او ممکن د دوی ناخبره پلویان به یي مایوسه کړي هم وي خو په حقیقت کي طالبانو هیڅ هم له لاسه نه دي ورکړي، څه چي یې له لاسه ورکړل یا یې حیثیت او اړیکي خراب شول نو هغه پاکستان دی چي واقعا یې نقصان وشو.

د طالبانو له اړخه ستونزې؟

لکه مخکي چې مو ورته اشاره وکړه، چې په پاکستان کې له غونډې سره په طالبانو کې هم ځینو کسانو مخالفت درلود، خو څرنګه چې په طالبانو کې د مشرتابه اطاعت یو آساسي اصل دی چې هیڅوک یې په مخالفت کې د جرأت حق ځان ته نه ورکوي، له همدې امله یې چاري ډېر په بریالیتوب سره پر مخ رواني وي.
داسي ګنګوسي خپري شوي چې په اسلام آباد کې له جوړیدونکي غونډې سره په طالبانو کې هم مخالفتونه را پورته شوي، خو په علني شکل یي څرک ونه موندل شو.
پر ټولنیزو رسنیو خلکو ولیکل چي د مذاکراتي ټیم ځینو غړو پاکستان ته له تګ نه نټه کړي، د کابل حکومت اړوند میډیایی خلکو هم دې خبري ته ډېر کوریج ورکړ او په تبلیغاتي بڼه یې د هغه ښه استقبال وکړ، دا چې دا به څومره پر واقعیت ولاړه خبره وي؛ وروسته به ثابته شي.

پای ……………!
2019 – 2 – 18
نعمت میوند

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button