فاریاب کې ۱۸ اربکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

عزم(سه شنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې ۱۰ اربکیان وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

تېره شپه د قیصار ولسوالۍ اړوند د «ارکلیک» په سیمه کې طالبانو د اربکیانو پر یوه مرکز برید کړی، چې له امله یې د دې مرکز دوه قومندانان «ملیک» او «لور کوکوز» هم وژل شوي دي.

طالبانو د تېرې شپې برید تایید کړی. د طالبانو له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اربکیانو پر یاد مرکز یې برید کړی، د دوو قومندانانو په ګډون یې ۱۰ تنه وژلي او ۸ تنه یې ټپیان کړي دي.

د فاریاب امنیتي چارواکي مني، چې په دغه ولایت کې د طالبانو نفوذ ورځ تر بلې زیاتېږي او پراخه سیمې تر خپل واک لاندې راولي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button