غزني: د طالبانو په برید کې شلو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(عزم چهارشنبه ۱۳۹۷ کب ۱)

له غزني ولایت نه راپورونه وايي چې ددغه ولایت د مرکز اړوند سیمو کې د طالبانو او دولت پلوه ملیشو تر منځ درنه جګړه روانه ده.
دغه جګړه هغه مهال ونښته ، کله چې د ملي اردو یوه لوی کاروان غوښتل له کندهار څخه کابل ته لاړ شي، چې د اندړو ولسوالۍ په عاشق والو او د غزني د مرکز شهباز سیمه کې د طالبانو له کمینونو سره مخ شول.

امنیتي سرچینې پیښه تائیدوي او زیاتوي چې لا هم په دې هکله ورته دقیق جزئیات نه دي ورکړل شوي، .خو طالبانو بیا په یوه اعلامیه کې ۲۰ عسکرو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکړی دی.
طالبان دغه راز وایي ۳ زغروال ټانګونه یې د ماینونو په مټ او د ملي اردو ۸ غټ بار وړونکي موټر یې په مخامخ بریدونو کې له منځه وړي دي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: