طالبان: د کاپیسا د مدرسې د سوزولو او تخریب غچ به له بهرنیو او کورنیو عاملینو اخلي

 

عزم(چهارشنبه، ۱ کب ۱۳۹۷): تیره شپه د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ په بدراب سیمه کې د (حمیدالمدارس) په نوم مشهوره مدرسه د ګډو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ویجاړه او وسوځول شوه.

طالبانو ویلي چې به مدارسو برید د اشغال د دوام لپاره ترسره کیږي، خو امریکایان د یاد عمل په ترسره کولو باید له کمونستانو عبرت واخلي.

«د امریکايي اشغالګرو او د هغوی د کورنیو غلامانو لخوا په ديني مدارسو برید او هغه له منځه وړل په ډاګه کوي چې دا خلک تنها زموږ د هیواد د خاورې او ازادۍ دښمنان نه دي؛ بلکې هغوی غواړي په دې هیواد کې د دین جرړې وباسي، د رښتینو علماءوو د روزنې مراکز له منځه یوسي او په دې توګه خپل ناولي اشغال ته په خلاص مټ د اوږدیدا زمینه مساعده کړي.
خو امریکايي اشغالګر له دې څخه لا هم غافله دي چې په دې هیواد کې پروني کمونستي بلاک ځکه ماتې وخوړه چې هغوی د دې ملت د دیني اساساتو او شعایرو د له منځه وړلو هڅه کوله او د کمونیزم کفري مفکوره يې په دې اولس تپل غوښتل».

طالبانو ویلي چې د یاد برید غچ به اخلي «اسلامي امارت د امریکايي اشغالګرو دغه وحشیانه عمل چې د یوه دیني بنسټ په وړاندې ترسره کیږي په اسلامي، علمي او روحاني اقدارو برید بولي او په کلکه يې غندي، له اشغالګرو څخه يې د غچ اخیستلو ژمنه کوي، داخلي تالۍ څټوته هم ور په یادوي چې د دغه جرم او جنایت سزا به ګوري.

اسلامي امارت مجاهدینو ته لارښونه کوي چې د دغه جنایت په بدل کې د اشغالګرو او د هغوی د غلامانو په حساسو استخباراتي مراکزو او د شر په طرحه کونکو ځالو باندې د لویو او درنو ګوزارونو لپاره خپله تابیا ونیسي».

طالبانو همدا راز ویلي چې د ښوونځي او پوهنتون په څیر له مسجد او مدرسې څخه هم دفاع اړینه ده چې باید ورڅخه ویې کړو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button