خلیلزاد له کابلوف سره د طالبانو د نومونو د تورلیست په اړه خبرې کړي

 

عزم(جمعه، ۳ کب ۱۳۹۷): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په ترکیه کې لیدلي دي.

خلیلزاد ویلي له کابلوف سره یې په خبرو کې د افغان سولې د مذاکراتو لپاره د طالبانو د مرکچي پلاوي د سفرونو د بندیز د لرې کیدو په اړه خبرې کړي دي.

خلیلزاد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي :«موږ به داسې غوراوي وپلوټو، چې د طالبانو د مرکچي پلاوي هغه غړي چې د ملګرو ملتونو سازمان د سفر بندیز په نوملړ کې دي، په خبرو اترو کې ګډون وکړي.»

د طالبانو د مذاکراتي ټیم ځینې غړي د ملګرو ملتونو په تورلیست کې دي چې مسکو غونډه کې تر ګډون وروسته یې د کابل ادارې ملګرو ملتونو ته په اړه شکایت هم کړی وو.

همدا راز ټاکل شوې وه چې د فروري په اتلسم د طالبانو د مذاکراتي ټیم یو شمیر غړي په پاکستان کې د امریکا له ټاکل شوي ټیم او د پاکستان له وزیر اعظم سره وګوري چې د کابل ادارې یو ځل بیا ملګرو ملتونو ته شکایت وکړ چې یاده غونډه هم لغوه شوه.

خلیلزاد ویلي د سولې وروستۍ هوکړه به د دې ضمانت ورکوي چې افغانستان په راتلونکي کې د چا لپاره خطر نه وي.

خلیلزاد د ټول شموله افغاني خبرو په اړه ویلي چې باید یوه ټول شموله افغاني اجماع رامنځته شي، خو د کابل ادارې سره د خبرو کولو په اړه یې هیڅ ندي ویلي چې طالبان تل دا خبرې ردوي او وایي چې د کابل ادارې سره خبرې نه کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button