هلمند ګرمسیر کې پر امریکایي ټانګ چاودنه ترسره شوې

 

عزم(چهارشنبه، ۸ کب ۱۳۹۷): تیره شپه د هلمند ګرمسیر ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو پر زغروال ټانګ د ماین چاودنه ترسره شوې.

د راپورونو له مخې دغه چاودنه د ګرمسیر ولسوالۍ اړوند د شمالان د غونډۍ اړوند سیمه کې هغه مهال ترسره شوې چې سیمې ته د افغان ځواکونو سره یوځای بهرني ځواکونه هم راغلي وو.

یوې سیمئیزې سرچینې عزم ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې چاودنه کې ټانګ تخریب شوی او پکې سپرو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمیره یې نده په ګوته کړې.

تر اوسه د یادې چاودنې په اړه طالبانو او افغانستان کې میشت د بهرنیو ځواکونو مطبوعاتي دفتر څه ندي ویلي.
ګرمسیر ولسوالۍ دشمالان دغونډی په سیمه کې وړمه شپه پر امریکایی ټانګ دماین چاودنه شوی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button