طالبان: پر داخلي موضوعاتو او د امریکایانو د وتلو پر یوه معلوم مهالویش خبرې نه دي شوې

 

(عزم جمعه ۱۳۹۷ کب ۱۰)

طالبانو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هغه راپور رد کړ چې ګواکې امریکا غواړي له افغانستان نه په راتلونکو ۵ کلونو کې خپل ځواکونه وباسي او دغه راز یې هغه راپورونه هم د اوازو تر کچې بللي چې ګواکې مرکچي پلاوي یې له امریکایانو سره د مؤقت حکومت په منځته راتګ او د راتلونکو انتخاباتو پر لغوه کیدلو خبرې کړې دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي،

“د مذاکراتو په روانو ناستوکې نه په مؤقت حکومت خبره شوې، نه په انتخاباتو او نه هم تر اوسه پورې امریکایي لوري داسې کوم وړاندیز کړی چې څلور یا پنځه کاله به نور هم په افغانستان کې پاته کیږي. “

طالبان وایي، مذاکرات ټول پر دې ور ټول دي چې امریکایان به څنګه له هیواده وځي او د غه راز دوی ته به له راتلونکي افغانستان نه کوم اطمینان وي چې ګواکې بیا به له دغه هیواد نه دوی ته کوم ګواښ نه متوجه کیږي

“حقیقت دادی چې د مذاکراتو په اوسنۍ ناسته کې د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د وتلو په څرنګوالي، همدارنګه په راتلونکي کې له افغانستان څخه د اطمئنان په څرنګوالي خبرې شوې دي“

طالبان وایي تر دې ور آخوا ، نورې آوازې او شایعات چې رسنۍ یې خپروي هیڅ حقیقت نه لري.
د یادونې وړ ده چې پر همدې دو موضوعاتو د بحث لپاره نن او پرون د دواړو لوریو د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ وقفه ده تر څو د خبرو په جریان کې د وړاندې شویو وړاندیزو او طرحو تخنیکي او هر اړخیزه څیړنه وشي او سبا د شنبې په ورځ به یوځل بیا د دغو مذاکراتو لړۍ پیلیږي.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button