بلخ: طالبان وایي د استخباراتو ۵ کارمندانو ته یې مرګ ژوبله اړولې

 

عزم(چهارشنبه، ۱۰ کب ۱۳۹۷): طالبان وایي تیره ورځ مازدیګر مهال یې د بلخ مرکز کې د استخباراتو په کارمندانو د ماین چاودنه ترسره کړې.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ مازدیګر مهال یې د بلخ مرکز مزارشریف اړوند د شهیدانو دروازې ته څیرمه یې د ماین په چاودنه کې د استخباراتو ۵ کارمندانو ته مرګ ژوبله اړولې.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه چاودنه کې ۳ تنه وژل شوي او ۲تنه نور ټپیان دي.

دا پداسې حال کې دی چې تیره ورځ د بلخ په کشنده ولسوالۍ کې هم قومندان غلام رسول له پنځه نورو اربکیانو سره وژل شوی وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button