کرېکټ: افغان نولس کلونو لوبډله له هندوستان او سویلي افریقا سره سیالي لري

عزم(دوشنبه، کب ۱۳، ۱۳۹۷ ل): ټاکل شوې افغان نولس کلونو لوبډله د روانې مارچ میاشتې په پنځمه نېټه د هندوستان له ب لوبډلې سره لومړۍ سیالي وکړي.

د هندوستان په کېرالا ایالت په ټرېوینډرم ښار کې تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو راتلونکې څلور اړخیزې لوبلړۍ مهالوېش چې په کې پر افغان لوبډلې سربېره سویلي افریقا، هندوستان الف او د هندوستان ب لوبډلې برخه لري.

افغان ۱۹ کلونو لوبډله به د مارچ میاشتې په ۷ د هندوستان له الف او د مارچ په ۹ مه به د سویلي افریقا له ۱۹ کلونو لوبډلو سره سیالي وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ دغو سیالیو ته د پوره چمتووالي خبره کړې ده.

افغان ۱۹ کلونو لوبډلې دوه ځلي اسیا جام اتلولي هم ګټلې ده او په تېر نړیوال جام کې یې نیوزیلنډ او پاکستان ته په ماتې ورکولو بریالي شوي وو.

له ۱۹ کلونو لوبډلې مجیب الرحمن، راشدخان، حشمت الله شهیدي، عثمان غني، ظاهرخان او حضرت الله ځاځی اوسمهال په ملي لوبډله کې لوبېږي.

دغه څلوراړخیزه لوبلړۍ د ۵۰ اورونو ده، چې موخه یې اسیا جام سیالیو ته د چمتووالی ښودل شوی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button