امریکا: د سخت توپان له امله ۲۳ کسان وژل شوي

 

عزم(سه شنبه، ۱۴ کب ۱۳۹۷): د امریکا په الاباما ایالت کې شدید توپان راغلی چې له امله یې د ماشومانو په ګډون لږ ترلږه ۲۳ کسان مړه شوي دي.
د دغو وژنو سربیره همدا راز توپان ونې ایستلې، سړکونه او ودانیو ته یې هم ډېرې زیات زیانونه اړولي دي.

د سیمې پولیس چارواکو رسنیو ته تر اوسه د ۲۳تنو د وژلو خبر ورکړی خو ویلي یې دي چې یو شمېر نور کسان په روغتونونو کې بستر دي چې د ځینو هغو یې روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د نورو زیانونو سربیره د دغه ایالت او څنګ لوري ته یې د جورجیا ایالت بریښنا هم پرې شوې چې پدې سره ۲۲زره کورنۍ د بریښنا له نشتوالي سره مخ دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپل ټویټر د توپان ځپلو سیمو اوسېدونکو ته د احتیاطي تدابیرو نیولو سپارښتنه کړې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button