افغان ملي بانک صنعتکارانو ته پورونه ورکوي

 

(عزم چهارشنبه ۱۳۹۷ کب ۱۵)

د لومړي ځل لپاره د افغانستان ملي بانک اعلان کړی چې غواړي افغان صنعتکارانو ته پورونه ورکړي تر څو د هغوی کاري وړتیا زیاته او په کور دننه صنعت قوي شي.

د ملي بانک اجرائیوي رییس احمد جاوېد وفا وایي، د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې یې د فابریکو د پراختیا او ماشینونو پېرلو لپاره سل میلیونه ډالره بېل کړي او د اړتیا پر مهال به تر دې زیات پور هم ورکړي.
نوموړی زیاتوي، د اوسمهال لپاره دغه بانک شاوخوا ۴۶ میلیارده افغانۍ ارزي زېرمې لري چې په وینا یې د دغو پورونو د ورکړې لړۍ به د غوښتونکي شرکت د کار د پراختیا په تناست ورکول کېږي.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې د ملي بانک له دې ګام نه هر کلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په دې سره به د افغانستان داخلي صنعت هم وده وکړي.

د ملي بانک چارواکي وایي د پور زیاته برخه د فابریکو د پراختیا او د ماشینونو او خامو موادو پېرلو لپاره ورکول کېږي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button